د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره وايي د کندهار او کابل طالبان څه توپیر نه لري؛ افغان ښځې له سختو بشري سرغړونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې مشرې انالینا بربوک په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت د بشري حقونو تر ټولو کلکه سرغړونه وبلله.
هغې نن دوشنبه په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱ ناستې ته خپله وینا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په موضوع پیل کړه.
بربوک تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وه. هغې د وزارت پر مهال هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض په تړاو خپل غږ پورته کړی وو.
اغلې بربوک دغو بشري حقونو سرغړونو ته په پام چې د دې په خبره ځینې یې جنسیتي اپارتاید بولي نړیوالې ټولنې ته د طالبانو په وړاندې د نرم چلند خبرداری ورکړ.
اغلې بربوک وویل هغه تصور چې د کندهار د طالبانو په پرتله د کابل ډله معتدله دي ناسم ختلی دی.
د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همداراز وویل دوی په دې بحثونه کوي چې څنګه افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسوي دې ته په پام چې د ملګرو ملتونو د دفاترو په ګډون افغان ښځې له کار کولو منع شوي دي.