Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان کې ایرانی سفیر: ترهګري او بېلتون غوښتونکي غورځنګونه د دواړو هېوادونو ګډه مسله ده

په اسلام اباد کې د ايران سفیر وايي، د پاکستان او ایران دواړو لپاره ترهګري او بېلتون غوښتونکي غورځنګونه "یو ډول جدي ننګونې" دي او د حل لپاره یې "همغږي او همکاري" اړینه ده.رضا امیري مقدم د فبرورۍ پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو په اداره کې د ایران او پاکستان د اړیکو په اړه جوړ شوي کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې پاکستان او ایران له یو بل سره نېږدې اړیکې لري او په ډېرو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې یې دریځ هم "یو شان" دی.

د ایران سفیر دا هم وویل چې په شانګهای همکارۍ سازمان، د اسلامي همکارۍ سازمان، د اقتصادي همکارۍ سازمان او ګڼو نورو نړیوالو دريځونو کې د ایران او پاکستان ګډ غړیتوب د دواړو هېوادونو ترمینځ همکاري زیاته کړې ده.

مقدم زیاته کړه چې دا مهال د اسلام اباد او تهران اړیکې له رغنده پړاوونو څخه د تېرېدو په حال کې دي.

کنفرانس ته د نورو ویناوالو ترڅنګ د تهران لپاره د اسلام اباد پخواني سفیر خالد محمود وویل چې د دواړو هېوادونو ترمینځ وخت په وخت اړیکې خرابې شوي او ترینګلتیاوې هم لیدل شوې دي خو اوس دوی د پخوا پرتله یو بل ته ډېر نېږدې شوي او ترمینځ یې اړیکې ښې شوې دي.

محمود دا هم وویل چې اسلام اباد او تهران دواړو په یو ډول د ترهګرۍ او فرقه پالنې له مسایلو سره لاس او ګريوان دي.

په اسلام اباد کې د ایران د سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې دي چې له افغانستان او هند سره د پاکستان اړیکې خرابې شوي او ترمینځ یې ډزې تبادله شوې دي. پخپله د پاکستان او ایران اړیکې هم وخت په وخت خرابې شوې دي.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ اړيکې د ۲۰۲۴ز په جنورۍ کې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلې شوې ول.

تر هغه وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د "وسلوالو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د هغو پېښو له وجې د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوې وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول.

تر هغه وروسته دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې "د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو" کولو توافق وکړ.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *