ریچارډ بېنېټ؛ د طالبانو محدودیتونو د افغان ښځو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده
د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو ته د اندېښنو په دوام، تازه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو متونو ځانګړي راپور ورکونکي ویلي، دغه محدودیتونو د ښځو په روغتیايي وضعیت جدي اغیز کړی دی.
ریچارد بینیت دا خبرې په خپل نوي راپور کې چې چهارشنبه دکب یا حوت شپږمه په ریلیف ویب پاڼه خپور شوی او پنجشنبه د حوت اوومه به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۶۱ غونډه کې وړاندې شي کړې دي.
په راپور کې راغلي په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته هغوی د جسنیت پر بنسټ د تبعیض یو بنسټیز او منظم سیستم رامنځته کړی چې زده کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاس رسی یې محدود کړی.
د بېنیټ په وینا دا ډول سیستم د بشریت پر ضد جنایتونو سره برابر دی.
راپور زیاتوي چې د افغانستان روغتیايي سکتور لا له وړاندې د څو لسیزو جګړو، بېوزلۍ او کمو پانګونو له امله کمزوری شوی و، خو پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه او په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت دغه سکتور لا زیانمن کړی او میلیونونه کسان یې له بنسټیزو او ژوندو ژغورونکو خدمتونو بې برخې کړي دي.
په افغانستان کې یو شمېر میرمنې هم وايي د روغتیايي اسانتیاوو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل،
"دلته هېڅ روغتیايي اسانتیاوې نشته، ټول خلک له صحي ستونزو سره مخ دي، دلته مخکې یو وړوکی روغتیايي مرکز و، خو اوس هغه هم بند دی، اوس د یوې وړې ناروغۍ لپاره هم مجبور یو چې د لوګر مرکز ته لاړ شو، خو دا چې زیات خلک سختې اقتصادي ستونزې لري نه شي کولای چې دومره لیرې لاړ شي."
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم وايي اوس مهال د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې روغتیايي اسانتیاوو ته د ښځو لاس رسی تر بل هر وخت محدود شوی دی.
له ډلې یې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل،
"په ډېرو سیمو کې ګڼ شمېر ښځې اجازه نه لري چې روغتیايي مرکزونو ته له محرم پرته لاړې شي، په ځینو سیمو کې چې د ښځو د روغتیا لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شوي وو، هغه یا د طالبانو له لوري تړل شوي او یا هم په کې د ښځینه کارکونکو شمېر کم شوی دی، موږ ګورو چې د دغه محدودیتونو له امله د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه شوې ده، او له زیږون وروسته دوی ته پاملرنه صفر ته راښکته شوې ده، دغه راز په کور کې د زېږون کچه لوړه شوې چې له امله یې د مور او ماشوم د مړینې ګواښونه زیات کړي دي."
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د تېر ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسیدونکي ثانوي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو متونو ځانګړي راپور ورکونکي په خپل تازه راپور کې دا هم ویلي سره له دې چې له ستونزو سره سره افغان روغتیايي کارکونکي په ځانګړي ډول ښځې لا هم په سختو شرایطو کې روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوي خو ریچارډ بېنیټ ټینګار کړی چې تبعیضي تګلارې نه یوازې د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان د ټول روغتیايي سیستم دوام او ثبات هم له ګواښ سره مخ کوي.
ښاغلي بېنیټ له نړیوالې ټولنې نه د عاجلو او دوامداره اقداماتو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که دا اقدامات ونه شي، افغانستان به له اوږدمهالو زیانونو سره مخ شي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم وايي طالبانو نه یوازې د ښځو ژوند محدود کړی بلکې د افغانستان راتلونکې یې هم له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.
د ښځو د حقونو فعالې حسینه رفیع ازادي راډيو ته وویل،
"دې وضعیت نه یوازې د ښځو شخصي ژوند محدود کړی بلکې د ټول افغانستان راتلونکې یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی، ځکه کله چې نجونې زده کړو ته نه پرېښودل کیږي، په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې برخه نه لري نو دا بنسټونه کمزوري کیږي، پایله دا کیږي چې ټولنه د پرمختګ او ثبات لپاره اړینه انساني پانګه له لاسه ورکوي او راتلونکې نسلونه د بې سوادۍ له خطر سره مخ کیږي."
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته پر نجونو او ښځو د کار او زده کړو په ګډون پراخه محدودیتونه لګول شوي چې له امله یې له دې هیواد سره د نړیوالو مرستو په کمښت کې په بې سارې ډول زیاتوالی راغلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د تېر کال په ډیسمبر کې په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال کې د سخت مالي کسر له امله د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي.
په دې راپور کې راغلي وو چې د دغه روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله لږ ترلږه نېږدې څلور میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.