ریچارد بینیت نن د بشري حقونو شورا ته د افغان ښځو او نجونو د روغتیا او سلامتي د حق په اړه راپور وړاندې کوي
ښاغلي بینټ ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د راپور اصلي ټکو ته په اشاره وویل چې د افغانستان د روغتیايی خدماتو سیستم چې د کلونو جګړو له امله ډیر زیانګالی وو ، د ښځو او نجونو په طبي زده کړو بندیز نورهم کمزوری کړ.
" د ښځو او نجونو په وړاندې د طبي زده کړو د بندیز په شمول د طالبانو پالیسۍ، او همدارنګه د تګ راتګ د آزادۍ محدودیتونو او کلینیکونو یا روغتونونو ته د محرم اړتیا په څیر پالیسیو، جدي خنډونه رامینځته کړي دي. روغتیایی خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي په وړاندې دا خنډونه زیات شوي، او ناوړه روغتیایي نتایج یې مخ په زیاتیدو دي. "
ښاغلی بینیټ زیاتوي چې د نړیوالې ټولنې لخوا په تمویل کې خورا کمښت راغلی دی. د جمهوریت په دوران کې د افغانستان د روغتیا سیسټم لپاره شاوخوا ۷۵ سلنه بودیجه د نړیوالې ټولنې لخوا تمویل شوې وه. او بودجه کې د دغه کموالي له کبله د ۴۰۰ کلینیکونو په شمول ډیری روغتیايي خدمات تړل شوي، د روغتیا پالانو، په ځانګړي توګه ښځینه روغتیایی کارمندانو، ډاکټرانو، نرسانو او قابلو کاري ساعتونه کم شوي دي.
ریچارډ بینټ دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ورڅخه غوښتي چې په خپل راپور کې بیلابیل ابعاد را ونغاړي:
" په دې معنی چې مونږ وڅیړل چې کوم اضافي خنډونه شتون لري ، نه داچی یو کس نجلۍ یا ښځه وي، بلکه دا چې که تاسو په یوه لیرې پرته سیمه یا کلي کی ژوند کوي نو باید روغتیايی خدماتو لپاره اوږده لار ووهی، که چیرې معلول یاست ، یا زاړه یاست یا محرم نلری دا ټول اضافي موانع رامینځ ته کوي."
ښاغلی بینیت وايی د ستونزو ترڅنګ د هیلو نښې هم لیدل کیږي او هغه دا چې افغانان او په ځانګړې توګه نجونې او ښځې د زده کړو لپاره هوډ لري او دا دبشري حقونو لپاره د هیلو نښه ځکه ده چې هغه کسان زده کړې یې کړي وي د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو ډیر فرصت لري.
طالبانو، وروسته لدې چې ۲۰۲۱ کال کې واک ته ستانه شول لومړی یې د متوسطه او ثانوي ښوونځیو دروازې د نجونو په مخ وتړلې او وروسته یې پوهنتونونو او طبي انستیتیوتونو ته هم د نجونو او ښځو ورتګ منع کړ.
د طالبانو دغې پالیسي او په ځانګړې توګه طبي انستیتیوتونه ته د نجونو او ښځو په ورتګ بندیز روغتیايي با کیفیته خدماتو او د روغتیا او سلامتي حق ته د دوی دلاسرسي په اړه په افغانستان کې دننه او بهر جدي اندیښنې را مینځ ته کړې.