Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په پاکستان کې د امريکا سفارت د وېزو ورکولو خدمات او ملاقاتونه ځنډولي دي

په پاکستان کې د امريکا سفارت د مارچ پر دويمه د وېزو اخیستلو ټول ملاقاتونه او د امريکايي وګړو لپاره خدمات وردولي دي.سفارت د مارچ پر دويمه پر اېکس ليکلي چې امنيتي مسايل له نیږدې څاري او هغه خلک چې د وېزو مرکې یې پلان شوې وي، لغوه شوې دي. سفارت همداراز خپلو امريکايي وګړو ته د احتیاط کولو خبرداری ورکړی او وايي چې د هغوی لپاره سفارتي خدمات ودرېدلي دي.

تر دې مخکې په اسلام اباد کې د امریکې سفارت ويلي وو چې په پاکستان کې پر روانو مظاهرو نظر ساتي او پر ټولو امریکايي وګړو غږ کوي چې د ځان خوندیتوب ته پام وکړي. سفارت د مارچ پر لومړۍ نېټه په یو بیان کې وويل: "موږ په کراچۍ او لاهور کې د امریکا د کونسلګریو مخې ته د احتجاجونو رپورټونه څارو او همداسې د پېښور کونسلګرۍ او په اسلام اباد کې د سفارت مخې ته هم د احتجاج رابلل کېدو رپورټونه ترلاسه شوي دی."

سفارت په بیان کې زیاته کړې چې په پاکستان کې مېشت امریکايي وګړو ته سپارښتنه کېږي چې ځايي خبرونه وڅاري او د ځان خوندیتوب لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي. په بیان کې پر امریکايي وګړو غږ شوی چې له خپل چاپیریاله خبر و اوسي، لویو غونډو او د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران ستر مذهبي مشر وژل کېدو پرضد په پاکستان کې له تشدده ډک احتجاجونه شوي دي. د امریکا او اسراییل لخوا پر ایران د روانو بریدونو په ترڅ کې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي د وژنې پرضد په پاکستان کې له تشدده ډکې مظاهرې شوې دي.

د پاکستان رسنیو د ځايي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې په کراچۍ کې د امریکا د کونسلګرۍ مخې ته د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه نهه تنه وژل شوي دي. د کراچۍ ولسي روغتون مشر ډاکټر محمد صابر مېمن ډان ویب پاڼې ته ویلي چې په وژل شوي او ټپي شوي ټول کسان په مرمیو لګېدلي دي. دا تر اوسه نده معلومه چې ډزې یوازې د امنیتي ځواکونو له خوا شوې دي او که له مظاهره چیانو څخه هم برید شوی دی.

د سیند د کورنیو چارو وزیر ضیاالحسن لنجار د کراچۍ پولیسو له مشر څخه د دې پېښې په اړه تفصیل غوښتي دي. لنجار رسنیو ته په بیان کې ویلي چې "هیچا ته به اجازه ورنکړل شي چې قانون په خپل لاس کې واخلي."

بل پلو ګلګت بلتستان کې هم په زرګونه خلکو د مارچ پر لومړۍ نېټه له هغه وروسته احتجاج کړی چې د ایران حکومتي رسمي رسنیو خبر ورکړی دی چې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت ‌الله علي خامنايي وژل شوی دی. رپورټونه وايي چې په ګلګت بلتستان کې د احتجاجونو پر مهال یو شمېر حکومتي ودانیو ته هم اور اچول شوی دی خو په رسمي توګه هلته د مرګژوبلې په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *