طالبان وايي په پاکستان کې یې په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي
د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې پاکستان کې یې یو شمېر مهم پوځي مراکز په هوايي بریدونو کې هدف ګرځولي. د دغه وزارت ادعا کړې چې پرون یې د راولپنډۍ نورخان اډه، بلوچستان کوټه ۱۲نمبر قول اردو، خیبر پښتونخوا مهمندو ایجنسي خویزو کمپ او غلني پوځي اډو باندې چې مهم پوځي تأسیسات او مراکز دي کارنده هوايي حملې کړي او ډېر زیان یې اړولی دی. طالبان د ډرون په واسطه په پاکستان بریدونه کوي. دفاع وزارت ویلي دا بریدونه یې په کابل، بګرام او ځینو نورو سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کړي.