د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې ۷ برمته کړي پاکستاني پوځیان وژلي
د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بلوچستان لېبریشن ارمي) وسله والې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان هغه ۷ سرتېري یې وژلي دي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې یې نيولي وو. دې بېلتون غوښتونکې ډلې د مارچ پر درېيمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې غوښتل یې د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو له لارې هغه بندیان تبادله کړي خو په وينا یې چې د خبرو اترو وخت ختم شو. د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډلې پخوا د هغو سرتېرو يوه ويډيو خپره کړې وه چې په خپلواک ډول یې کره والی تایید یا رد شوی نه دی.تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. دا ډله د پاکستان او امريکا لخوا ترهګره ګڼل کېږي.