د کرکټ نړیوال جام لومړۍ نیمه پای لوبه د نیوزيلېنډ او جنوبي افریقا ترمنځ کېږي
د کرکټ د ۲۰ اورریز نړیوال جام دواړه نیمي پای لوبې او پای لوبه ټول په هند کې ترسره کېږي. ټاکل شوې ده چې لومړۍ نیمه پای لوبه د مارچ پر څلورمه د هند په کلکته کې د نیوزیلېنډ او جنوبي افریقا ترمنځ ترسره کېږي.
دا لوبه به د پېښور له وخت سره سمه د ماښام پر شپږنیمې او د کابل پر شپږ بجې پیل شي.
دویمه نیمه پای لوبه د کوربه هند او انګلستان ترمنځ ده چې د مارچ پر پینځمه به د ممبۍ په میدان کې پر عین وخت پیلېږي.
د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام د فبرورۍ پر اوومه په هند او سريلنکا کې پیل شوی وو.
په دې نړیوال جام کې ټول د ۲۰ هیوادونو لوبډلې شاملې وې چې په څلور ډلو وېشل شوې وې.
اې ډله: پاکستان، هند، نمېبیا، امریکا او نېدرلېنډز.بي ډله: اسټرالیا، عمان، ایرلېنډ، سري لنکا او زمبابوې.سي ډله: انګلېنډ، اټالیا، نیپال، سکاټېلنډ او ویسټ انډیزډي ډله: افغانستان، نیوزي لېنډ، جنوبي افریقا، کاناډا او متحده عرب اماراتله دې ۲۰ لوبډلو څه اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او نورې پاته شوې. د پام وړ خبره دا وه چې د اسټرالیا او افغانستان په څېر لوبډلې هم په لومړي پړاو کې له نړیوال کپ څخه ووتې.
دویم پړاو یا سپراېټ ته وتلې اته لوبډلې بیا په دوو ډلو وېشل شوې وې.
لومړی ګروپ: جنوبي افریقا، هند، ویسټ انډیز او زمبابوې
دویم ګروپ: انګلستان، نیوزيلېنډ، پاکستان او سريلنکا
په سپر اېټ کې زمبابوې، پاکستان، ویسټ انډیز او سريلنکا د کمزورې بازۍ له امله پاته شو او په مقابل کې یې هند، انګلستان، نیوزيلېنډ او جنوبي افریقا نیمې پای لوبې ته ووتل.
د پای لوبه د مارچ پر اتمه ترسره کېږي.