Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټرمپ وايي هر کس چې د خامنه يي ځایناستی شو "و به وژل شي"

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې هر کس چې د پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ځایناستی شو، هغه هم وژني.دا په داسې حال کې ده چې امریکايي سېنېټ د مارچ پر څلورمه د ټرمپ د جنګي واک د محدودولو په اړه یو پرېکړه لیک (قرارداد) رد کړ.

امریکايي ولسمشر د چارشنبې (شورو) پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ټېکنالوژۍ څانګې یا سېکټور د مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د ایران هر چارواکی چې د وژل شوي ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د څوکۍ سمبالولو ته زړه ښه کړ، "و به وژل شي."

ده ټینګار وکړ چې امریکا او اسراییل د ایران پر وړاندې خپل "پوځي کیمپېن" ته همداسې په ګډه دوام ورکوي.

ټرمپ زیاته کړه چې د ایران د بیلېسټېک توغندیو زېرمه په "چټکۍ" ختموي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسېت د مارچ پر څلورمه تایید که چې یو اوبتل یې له سري لنکايي ساحل سره نېږدې په سمندر کې ایرانۍ جنګي بېړۍ ډوبه کړې ده.

دی وايي، په برید کې ۸۷ ایراني بیړۍ چلوونکي وژل شوي دي او لسګونه ژوبل یا ورک دي.

اخوا سري لنکايي چارواکو ویلي دي چې له بېړۍ یې ۳۲ تنه ژغورلي دي.

بل پل، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د مارچ پر پینځمه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، امریکا د ایران له سواحلو ۲،۰۰۰ میله (۳،۲۰۰ کېلومیټره) لیرې په نړیوالو اوبو کې حمله بې له کوم خبرداري کړې ده.

هغه زیاته کړه چې امریکا به پر دې اقدام "سخته پښېمانه" شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو د مارچ پر پینځمه هم پر ایران حملو ته دوام ورکړی دی.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګه "راډیو فردا" لیکي تهران هم د مارچ پر پینځمه پر اسراییلو د توغندیو حملې جاري ساتلې دي.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مارچ پر درېیمه ویلي ول چې په راتلونکو ورځو کې به تهران له "لا ډېر زیان" سره مخامخ شي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر اېډمېرل بریډ کوپر د مارچ پر درېیمه په یو بیان کې وویل، په منځني ختیځ کې یې په "عملیاتو" کې تر ۵۰،۰۰۰ زیات سرتېري برخه اخلي.

په ایران کې پر انټرنېټ او رسنیو د محدودیتونو له وجې له هغه ځایه د ترلاسه شویو راپورونو تصدیق ګران دی خو په امریکا کې د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (هرانا یا HRANA) د مارچ پر درېیمه ویلي ول چې پر ایران په هوايي بریدونو کې شاوخوا ۱،۱۰۰ ولسي وګړي وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۱۸۱ ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکايي او اسراییلي حملو تر پیلېدو وروسته په سمدستي ډول په منځني ختیځ کې د جګړې درولو غوښتنه کړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *