ملګري ملتونه وايي لسګونو افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر یو لکو زیات کسان بې ځایه شوي
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو کې لسګونو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه زره نور له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
یو شمیر کورنۍ هم ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره تایدوي زیاتوي چې، بې ځایه شوي په ډیر بد وضعیت کې دي.
بلخوا د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت هم ادعا کړې چې د دوی ځواکونو تېرو څلورویشتو ساعتونو کې یو ځل بیا د کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، يکتیکا او پکتیا په ولایتونو کې پاکستاني ځواکونو سره نښته کې د هغوی مهمې پوستې نیولي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د پاکستان حکومت او چارواکو تر اوسه د وروستیو نښتو او د طالبانو د حکومت د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.