حامد کرزي د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو په پرانیستلو ټینګار وکړ
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې ده.
د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ښاغلي کرزي همداراز د ښځو د کار او ټولنیزو فعالیتونو په بیا پیل ټینګار کړی.
پخواني ولسمشر د افغانستان د سولې او پرمختګ په هڅو کې د افغان مېرمنو تاریخي هڅې او مبارزې ستایلي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له واکمنېدو وروسته افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې کړي.
طالبانو په افغانستان کې په ډیری دولتي دفترونو، د ملګرو ملتونو دفترونو او کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو مخه هم نیولې ده.
ملګرو ملتونو ویلي لږ تر لږه ۲ میلیون او ۲ لکه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو پاتې دي او که تر ۲۰۳۰ وضعه همداسې دوام وکړي دا شمېر له ۴ میلیونو نجونو اوړي.