Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چين د افغان طالبانو له حکومته او پاکستان غوښتي چې شخړې د مذاکراتو له لارې حل کړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د چين ديپلوماتانو غوښتنه کړې چې د اسلام اباد او کابل شخړې بايد د زور پر ځای د سفارتي هلو ځلو له لارې حل شي.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر اتمه ناوخته پر ایکس خپاره کړي بیان کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له ځانګړي استازي شیو یانګ سره د لیدو کتو پرمهال د اړیکو پر پراخولو، سیمه ییزو حالاتو او د پاکستان له خوا پر افغانستان د بریدونو په اړه بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلې چې یانګ د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو افغانانو له کورنیو سره "د چین د حکومت خواخوږي او تسلیت څرګند کړ او ټينګار یې وکړ چې دواړه غاړې دې خپل مشکلات د خبرو اترو له لارې حل کړي".

بلخوا امير خان متقي د مارچ پر اتمه، په کابل کې د ګڼو هېوادونو سفيرانو او سفارتي استازو سره د روژه ماتې په مېلمستیا کې د وينا وپه وخت تور پورې کړی چې د پاکستان پوځ په سیمه کې بې امني غواړي. نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې هغه وسله وال نشته چې پاکستان یې دعوه لري. د نوموړي په وينا د فرورۍ په مياشت کې یې ۳ نيولي پاکستاني سرتېري "د ښه نيت په ښودلو د سعودي عرب په منځګړتوب اسلام اباد ته وسپارل خو بیا هم پر افغانستان بریدونه وشول". د طالبانو په وينا، هغه پاکستاني پوځيان یې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې شويو جګړې په وخت نيول شوي وو.

د متقي په وينا "پاکستان به هېڅکله د فشار له لارې خپلې غوښتنې پوره نه شي کړلی". خو په وينا یې چې حکومت یې مذاکراتو ته تيار دی.

پاکستان تر اوسه د متقي د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي. خو تېره اونۍ یې د خبرو امکان رد کړی دی. د پاکستان دفاع وزير، خواجه اصف تېره اونۍ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره هله خبرې کېدلی شي چې د وسله والې ډلو ملاتړ بس کړي. خو د طالبانو حکومت د وسله والو د ملاتړ تورونه بې بنياده بولي.

د طالب او پاکستان ځواکونو ترمنځ نښتې د فرروۍ په ۲۷مه تر هغه وروسته پيل شوې چې د پاکستان پوځ د فرورۍ پر ۲۲ د افغانستان په ځينو سیمو بمباري وکړه. اسلام اباد تور پورې کړی وو چې په افغانستان کې طالبانو هغو وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په پاکستان کې حملې کوي. د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه رد کړي او زياته کړې يې ده چې تحريک طالبان پاکستان او نورو ډلو وسلوال په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *