د ايران نوی ستر مذهبي مشر، مجتبی خامنای څوک دی او کوم چيلنجونو ورترغاړې دي؟
د ايران حکومت وايي چې سید مجتبی حسیني خامنای د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي مشر (نوی ستر مذهبي مشر) ټاکل شوی دی. د ایران له ځينو مذهبي مشرانو جوړې، د خبرګانو مجلس شورا د مارچ پر اتمه، اعلان وکړ چې ايت الله مجتبی خامنای د رايو په واضح اکثريت منتخب شو. هغه مجلس په خبرپاڼه کې ويلي چې نوموړی د هغه د پلار او د ايران د ستر مذهبي مشر، ایات الله علي خامنای تر وژل کېدو سمدستي وروسته ترسره شوې غونډه کې ټاکل شوی دی. ایات الله علي خامنای د اسراييلو او امريکا په برید کې د کورنۍ د ځينو نورو غړو سره ووژل شو.
هغه شورا ويلي چې مجتبی خامنای یې ځکه ژر انتخاب کړ چې نه یې غوښتل د امريکا او اسراييل د بریدونو په وخت ملک د مشرۍ له تشې سره مخ نه وي. هغې شورا له ایرانيانو غوښتي چې د خپل نوي ستر مذهبي مشر سره "بیعت" وکړي.
مجتبی خامنه یي د ایران د وژل شوي مشر خامنای دویم زوی دی. نوموړی چې په ۱۹۶۹ کال کې زیږیدلی او د ایران د پياوړي ګڼل کېدونکې نظامي برخې، سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک، سره نیږدې اړیکي لري.
هغه په داسې حال کې د هېواد د مشرۍ چارې په لاس کې اخلي چې اسراييلو او امريکا له دوه اونيوو راهیسې پر ايران بریدونو ته دوام ورکړی دی. نوموړي ته د پوځ د ناکامۍ د مخنيوي کولو لوی چيلنج په مخ کې دی. پر دې سربیره، څيړونکي به دا هم ګوري چې مجتبی خامنای د امريکا او اسراييلو حملو ته څنګه ځواب وايي او ایا کولی شي خپل ملک له روان بحرانه وباسي.
په همدې حال کې د امريکا ولسشمر ډانلډ ټرمپ ويلي چې د ایران نوی ستر مذهبي مشر که د واشنګټن تاييد ونلري نو "ډيره موده به دوام ونکړي". هغه زیاته کړې وه چې که د ایران هر هغه چارواکی به ووژل شي چې د وژل شوي ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنای څوکۍ سمبالولو ته زړه ښه کړي.
د امریکې د وایټ هاوس ویاندې، کېرولین لېوېټ د مارچ پر شپږمه ولي وو چې واشنګټن د ایران د نوي مشرتابه لپاره ممکنه کاندیدان ګوري. هغې خبریالانو ته وویل چې د امریکا د حکومت او د استخباراتي ادارو په نظر کې ځیني کسان شته خو په دې اړه نور معلومات دم ګړۍ نه شي شریکولی.
لېوېټ ويلي وو چې د امریکې او اسراییلو په بریدونو کې د ایران لږ تر لږه ۵۰ مشران وژل شوي دي او د امریکا ولسشمر هڅه کوي په ایران کې داسې چاته واک وسپارل شي چې د بیا لپاره امریکې ته ترې خطر متوجه نه وي.
د ایران حکومتي رسمي رسنیو د مارچ په لومړۍ نېټه، خبر ورکړ چې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنای د اسراييلو او امريکا په بریدونو کې ووژل شو. نوموړي له لسیزو راهيسې د ایران رهبري کوله.
د خامنای پلویانو هغه یو دین پاله او هوښیار مشر باله خو ناقدينو نوموړی یو سختدریځه واکمن بللی وو چې تنقيد یې نه شو زغملی. پر هغه د زرګونو مظاهره چيانو د ځپلو تورونه هم پورې دي. د هغه د مشرۍ وروستۍ کلونه د پراخو ولسي پاڅونونو او خونړیو پېښو شاهد وو چې زرګونه مظاهرهچیان په کې ووژل شوي ول.