په ۲۳ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل
د کابل ، بدخشان ، کونړ ، ننګرهار نورستان، بادغیس ، میدان وردګ ، بامیان او هرات په شمول د افغانستان په ۲۳ ختیځو، شمال ختیځو ،مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې سه شنبې د واورې او باران اټکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند د وزارت د هوا پیژندنې د ادارې له اټکل سره سم د باران کچه له ۱۰ تر۳۰ ملی میترو او دواورې کچه له ۱۰تر۳۰ سانتي مترو اټکل شوې او دغه وریا به په ځینو ولایتونو کې له تلندې او برښنا سره وې.
د ملګرو ملتونو دبشری چارو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي رپوټ کې وویل چې سږ ژمی د افغانستان په ځینو برخو کې د واورې پوښښ د تیر کال د ورته مودې پرتله خورا ښه حالت کې دی.
د دې ادارې په ټکو، د واورې او بارانونو زیاتوالی ممکن د پسرلي موسم د غنمو په کښت او تر ټولو مهم، د نويو کرل شوي تخمونو په ځانګړې توګه په وچو یا للمو سیمو کې یې پر ودې مثبته اغیزه ولري.