Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ایران نوی مشر: د مشر په توګه د ټاکل کیدو خبر یې د ټلویزیون له لارې اوریدلی

د ایران د اسلامي جمهوريت نوي مشر مجتبی خامنه یي په خپل لومړي بیان کې چې د هغه د دفتر له خوا خپورشوی ویلي چې د مشرپه توګه د ټاکل کیدو خبریې د ټلویزیون له لارې اوریدلی دی.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي ترټاکل کیدو د مخه د اسلامي جمهوريت د رهبرۍ له ځینو احتمالي نوماندانو سره د خبرو پربنسټ داسې راپورونه خپاره شوي وو چې هغوی د دغه مسؤلیت له منلو څخه ډډه کړې وه.

له کله چې مجتبی خامنه ‌یي د اسلامي جمهوريت د مشر په توګه ټاکل شوی، د هغه هېڅ نوی عکس یا ویډیو نه ده خپره شوې.

د ایران حکومتي رسنیو تایید کړې چې هغه د امریکا او اسراییل په بریدونو کې ټپي شوی دی.

مجتبی خامنه‌ یي په خپل بیان کې د اسلامي جمهوريت له پلویانو غوښتي چې په سړکونو کې خپل "حضور" ته دوام ورکړي او د روانې جګړې په اړه یې په څرګنده ویلي دي: "بې له شکه باید لا هم د هرمز تنګي د بندولو له وسیلې څخه استفاده وشي."

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک په وروستیو ورځو کې د سوداګریزو کشتیو، تیل لیږدونکو کشتیو او د فارس خلیج د هېوادونو د تېلو پر زېرمو بریدونه زیات کړي چې له امله یې په هرمز تنګي کې د سوداګرۍ بهیر عملاً درېدلی دی.

هغه همدارنګه ګواښ وکړ: "د نورو جبهو د پرانیستلو په اړه، چې دښمن پکې لږه تجربه لري او ډیرزیان به وویني، څېړنې شوې دي او که جګړه دوام ومومي اواړتیا یې ولیدل شي نو به فعالې شي."

د اسلامي جمهوريت درېیم مشر د خپل بیان په بله برخه کې د "غچ" اخیستو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې دا یوازې د علي خامنه یي په وژل کېدو پورې نه محدودیږي.

د اسلامي جمهوريت پخوانی مشر د امریکا او اسراییل د برید په لومړیو کې د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو او همدارنګه د لوړو پوړو پوځي قومندانانو سره یو ځای په خپل مقر "بیت رهبري" کې ووژل شو.

د مجتبی خامنه‌ یي په بیان کې، چې د جګړې اړوند برخې یې ګواښوونکې لهجه لري، راغلي دي: "په هر صورت موږ به له دښمن څخه تاوان واخلو او که دښمن یې ونه مني نو د تشخیص له مخې به یې له شتمنیو کار واخلو او که دا هم ممکن نه وي نو هماغه اندازه شتمني به یې له منځه یوسو."

مجتبی خامنه یي همدارنګه غوښتنه کړې چې د سیمې په هېوادونو کې دې د امریکا پوځي اډې وتړل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *