Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان پوځ وايي، د افغان طالبانو ډرون بریدونو ۴ ولسي وګړي ژوبل کړي دي

د پاکستان پوځ وايي د افغان طالبانو ډرون بریدونو د ملک په جلا جلا سیمو کې څلور ولسي وګړي ژوبل کړي دي. د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې تېره ورځ ناوخته د طالبانو ډرونونو په کوټه، کوهاټ او راولپېنډۍ کې د اهدافو د ویشتلو هڅه وکړه خو د دوی په وینا، "تر هغې مخکې وغورځول شول."

پوځ وايي، د ډرونونو د ملبې د غورځېدو له وجې په کوټه کې دوه ماشومان او په کوهاټ او راولپېنډۍ کې یو یو ولسي وګړی ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي د افغان طالبانو خلاف به یې عملیات تر هغې روان وي چې هغوی ورته دا باور نه وي ورکړی چې "د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه استعمالېږي."

افغان طالبانو په وار وار د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ یوه ګاونډي پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي. هغوی پاکستان ته دا هم ویلي چې د خپل امنیت ساتنه دې پخپله وکړي.

په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزارت هم د مارچ پر ۱۳مه پر اېکس لیکلي وو چې د ډرون الوتکو له څار وروسته یې د اسلام اباد هوايي ډګر تر لنډې مودې تړلی وو چې بیا بیرته پرانیستل شوی دی.

هلته په افغانستان کې طالبانو ته نږدې سرچینو پرون ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت اسلام‌اباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.

دا له هغه وروسته ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو د مارچ پر ۱۳مه ویلي وو چې د پاکستان هوايي ځواکونو د مارچ د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې د استوګنې پر سیمې برید کړی وو.

د دوی په وینا، په هغه برید کې یې څلور ولسي کسان وژلي او ۱۵ نور یې ژوبل کړي وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۱۳مه پر اېکس لیکلي وو چې پاکستان په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې بریدونه کړي دی چې په نتیجه کې یې یو شمېر ملکیانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د نوموړي په وینا د پاکستان په بریدونو کې په کندهار کې هوایي ډګر ته څېرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تېلو ذخیره هم په نخښه شوې ده.

مجاهد وايي له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.

نوموړي د پاکستان بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.

د افغانستان په خوست ولایت کې د طالبانو حکومتي چارواکو تر دې وړاندې د مارچ پر ۱۲مه هم ویلي ول چې د پاکستان پوځ ډېورند کرښې ته څېرمه د ترېزیو او علیشېرو ولسوالۍ د صدقو په سیمه کې د پاکستاني توغندي ویشتلي دي چې پکې څلور تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

خو بل پلو، پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د مارچ پر ۱۲مه پاکستاني چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي ول چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانه جګړهد پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر شاوخوا سیمو نښتې له هغه وخت راهیسې روانې دي چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۱مه او ۲۲مه پر افغانستان بریدونه وکړل.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې "پاکستاني پوځي رژیم" پر ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په حملو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اړولې وه.

د دې په ځواب کې بیا د طالبانو حکومتي سرتېرو د فبرورۍ پر ۲۶مه پر پاکستانیو سرتېرو حملې وکړې.

د پاکستان حکومت وايي چې پر افغانستان یې تېره میاشت په اسلام اباد کې پر امام باړې او په باجوړ او بنو کې دبریدونو په ځواب کې بمباري کړې وه او پکې یې د وسلوالو ډلو مرکزونه په نخښه کړي ول خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (يوناما) تایید کړې وه چې د ننګرهار په بمبارۍ کې ولسي وګړي په نخښه شوي ول.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګانډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *