Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایران کې د افغان کډوالو له اندېښنو او ویرو ډک ژوند؛ د ایران جګړه او اغېزې یې

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د روانې جګړې له امله له اندیښنې او ویرې ډکې ورځې تېروي.دغو کډوالو چې له ازادي راډیو سره خبرې کړي د ځان د خوندیتوب لپاره غوښتي چې نومونه او غږونه یې خپاره نه شي.د دې کډوالو له ډلې یوې افغانې نجلۍ چې د کډوالۍ د دوسیې لپاره هلته اوسیږي ازادي راډیو ته وویل چې په تهران د بریدونو له پيل وروسته اړ شوه چې د ایران شمال ته لاړه شي.دا نجلۍ په ایران کې د جرمني سفارت ته په تمه ده چې د کډوالۍ دوسیه یې بشپړه کړي.ایران چې د امریکا او اسراییلو د بریدونو په پیل او تر هغه مخکې مخابراتي اړیکې او انټرنیټي شبکې محدودې او ان بندې کړي له بهر نړۍ سره د خلکو اړیکې تر ډېره پرې دي.دې افغان نجلۍ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره اړیکه کړې وه او ویل یې چې څو ورځې له خپلې کورنۍ سره چې افغانستان کې اوسي نه ده غږېدلې.همداراز د بانکونو په تړل کېدو د افغان کډوالو په شمول ګڼو کسانو ته د پیسو ایستل هم ګران شوي.په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو د لکونو عامو او زیانګالو افغانانو په ډله کې یو شمېر سیاستوال او پخواني چارواکي هم ایران ته تللي.له دې ډلې د پخوانۍ ولسي جرګې منشي او غړي عبدالرووف انعامي ازادي راډیو ته وویل په ایران باندې د اسراییلو او امریکا د بریدونو په خاطر له تهرانه مشهد ته کډې ته اړ شوی.هغه وویل چې افغان کډوالو له بیلابیلو ستونزو سره مخ دي.یوه افغان کارګر هم له اصفهانه ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پيغام کې ویلي چې یوه اوونۍ کېږي بېکاره پاتې دی او پیسې یې هم خلاصې شوي.څه باندې دوه اوونۍ کېږي چې په ایران باندې د امریکا او اسراییلو پراخ هوايي بریدونه روان دي.دغو بریدونو ګڼ خلک له خپلو سیمو کډې ته اړ کړي او په نورو خوندي او هغو سیمو کې یې اړولي چې د بریدونو شدت کم دی.ملګرو ملتونو تایید کړې چې په منځني ختیځ کې دغه اوسني کړکېچ څه باندې څلور میلیونه کسان په زور کډې ته اړ کړي.ډیری دا کسان په ایران، لبنان، افغانستان او پاکستان کې دي.د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستیفن دوجاریک یادوونه کړې چې افغان کډوال په ایران کې هم اوسني کړکېچ ډېر اغېزمن کړي.همداراز د افغانستان او پاکستان تر منځ په روانو نښتو او بریدونو کې د پولې دواړو خواو ته په تېره د افغانستان څه باندې یو لک کسان له خپلو سیمو کډې کړي چې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *