Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د م.م امنیت شورا سبا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځیدو په اړه پریکړه کوي

تمه ده چې دوشنبه د کب په ۲۵ مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک مسودې ته رایه ورکړي چې پکښې د راتلونکو درو میاشتو لپاره د جون تر ۱۷ مې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د ماموریت د غځولو وړاندیز شوی دی.

د یوناما اوسنی یو کلن ماموریت د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي.

دا وړاندیز چې له مخې یې د یوناما ماموریت یواځې د درو میاشتو لپاره غځول کیږي، د پخواني بهیر پرتله غیر معمول بلل کیږي ځکه له ۲۰۰۲ کال راهیسي تر اوسه د یوناما ماموریت د یو کال لپاره غځېده.

د امریکا متحده ایالاتونو ویلي یوناما د ملګرو ملتونو یو له خورا لګښت لرونکو سیاسي ماموریتونو څخه دی او په خورا پېچلي چاپیریال کې فعالیت کوي، نو امنیت شورا باید لومړی دا وڅېړي چې ایا دا ماموریت لا هم مناسب او په بشپړ ډول د پلي کېدو وړ دی که نه.

دا وړاندیز له مخالفتونو سره هم مخ شوی دی.

د امنیت شورا د راپور له مخې د شورا یو شمېر غړي استدلال کوي، چې دغه لنډمهاله تمدید یادې شورا ته دا فرصت ورکوي، چې تر اوږدمهاله تمدید وړاندې د یوناما د ماموریت بشپړه ارزونه وکړي.

د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د وړاندیز شوي پرېکړه لیک په مسوده کې دغه شان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو یادونه شوې او له طالبانو غوښتل شوي، هغه محدودیتونه لرې کړي چې د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار، روغتیايي خدمتونو ته د هغوی پر لاسرسي او په ټولنیزو فعالیتونو کې د هغوی پر ګډون لګول شوي دي.

په همدې حال کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د بشري ناورینونو پر وړاندې مبارزه حیاتي ده، خو د امنیت شورا د غړو تر منځ د طالبانو سره د تعامل پر څرنګوالي اختلاف لامل شوی چې د یوناما ماموریت یوازې د درېیو میاشتو لپاره وغځول شي.

له ډلې یې میرویس اشفته یکشنبه د حوت ۲۴ مه ازادي راډيو ته وویل:

"په افغانستان کې د بشري ستونزو پر وړاندې مبارزه ډېره اړینه ده؛ دوی په ځانګړي ډول د طالبانو له حاکمیت سره د تعامل د څرنګوالي ته پام کوي، فکر کوم همدا اختلافات لامل شوي چې د دې ماموریت د دریو میاشتو د غځېدو وړاندیز وشي، څو وروسته د امنیت شورا غړي د بحث او خبرو فرصت ولري او یوې غوره پایلې ته ورسیږي چې تعامل باید څنګه وشي، او د یوناما د ماموریت په څرنګوالي کې د بدلون لپاره شورا پرېکړې تصویب کړای شي."

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د درېیو میاشتو په لنډمهاله تمدید کې نړیواله ټولنه نه شي کولای د افغانستان وضعیت په اغېزمن ډول وارزوي.

له ډلې یېسید اشرف سادات ازادي راډيو ته وویل د یوناما د د ماموریت لنډمهاله تمدید د نړیوالې ټولنې د نه پرېکنده دریځ ښکارندویي کوي او ښايي د مرستو کمېدو، د بشري حقونو د څار کمزوري کېدو او د ماموریت د راتلونکې په اړه د ابهام لامل شي.

نوموړي وویل د بشردوستانه بنسټونو پروګرامونه هم په داسې لنډه موده کې د اوږدمهاله پلان جوړولو وړتیا نه لري او ښايي پروژې له ځنډ سره مخ شي.

"کله چې تمدید لنډ وي، کېدای شي ماموریت کوچنی شي او حتی له درېیو میاشتو وروسته پای ته هم ورسېږي، په ټوله کې د یوناما لپاره درې میاشتنی تمدید تر ډېره د انتقالي پړاو ښکارندویي کوي، په دې موده کې معمولاً نړیواله ټولنه نه شي کولای د افغانستان وضعیت په سمه توګه وارزوي او نه هم مهمې پرېکړې وکړي."

د نوموړي په خبره، د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي د افغانستان لپاره ځانګړی ماموریت دی چې په سیاسي ، بشري او بشردوستانه چارو کې کې مهم رول لري او د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د نړیوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د اړیکو د پُل په توګه کار کړی دی.

د سیاسي چارو بل پوه اسحاق اتمر، وایي چې د طالبانو د حکومت په کړنو کې نه بدلون او مالي ستونزې د دې لامل شوي چې د امنیت شورا ډېری غړي په دې فکر وکړي چې د ملګرو ملتونو د بودجې د کمښت په شرایطو کې څنګه د افغانستان په څېر هېواد کې د یوناما لوړ لګښت تمویل کړي.

هغه خبرداری ورکوي چې که دا ماموریت پای ته ورسېږي، ځینې همکارې موسسې به هم خپل فعالیتونه محدود یا بند کړي:

"د امنیت شورا غړي په دې فکر کوي چې په داسې حال کې چې خپله سازمان له بودیجوي ستونزې سره مخ دی، څنګه کولای شي د افغانستان په څېر هېواد لپاره دا لوړه لګښت ورکړي، که په افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته ورسېږي، حتمي ده چې ورسره به جوښت یو شمېر همکار بنستونه هم خپل فعالیتونه محدود یا په بشپړ ډول بند کړي."

دا په داسې حال کې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱ اعشاریه ۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه تازه څه نه دي ویلي خو د ویاند یې ذبیح الله مجاهد تېر کال د یوناما د ماموریت له یو کلن تمدید نه مخې ملي ټلویزیون سره خبرو کې یوناما د افغانستان او طالبانو په اړه نړۍ ته د منفي ذهنیت په ورکولو تورنه کړې وه.

خو ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې پر خپل رغنده او مثبت رول ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت دغه راز ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او په افغان خاوره کې یې د هر ډول ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

په همدې حال کې د یوناما د پرېکړه لیک په مسوده کې د ماینونو د چاودنو له امله د ملکي تلفاتو، د ماین پاکۍ د پروګرام د دوام، د وسلو خوندي مدیریت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د نړیوالو قوانینو له مخې بشردوستانه مرستو ته د لاسرسي پر اړتیا ټینګار شوی دی.

په دې مسوده کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه هم غوښتنه شوې چې په مناسب وخت او د امنیت شورا له غړو سره په مشوره د یوناما لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکي، څو د یوناما ماموریت په دوامداره او عملیاتي برخه کې خوندي شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *