Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د معتادینو د روغتون یو ټپي؛ ډیر ملګري مو له کوټې بیرون غورځیدلي وو، د چا پښه نه وه او د چا لاس نه وه

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په کابل کې د معتادنیو د درملنې پر روغتون د پاکستاني پوځ په بریدونو کې ۶۷۳کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

خو پاکستاني چارواکي ادعا لري چې په کابل او ننګرهار کې یو شمیر پوځي سیمې په نښه کړي او درانده تلفات يې اړولي دي.

"ډیر ملګري او دوستان مو له کوټې بیرون غورځیدلي وو، د یوه پښه نه وه او د یوه لاس نه وه".

په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون "امید" د پاکستاني پوځ د بریدونو ټپي نقیب الله و.

نقیب الله د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل،" یو څه مواد مې کارول، کورنۍ مې دلته د امید روغتون ته راوستم څو روغ شم، له تراویحو وروسته له جومات څخه د خوب کوټې ته روان وم چې یو ځل چادونه وشوه، ډیره بده ورځ وه، دویمه چادونه چې وشوه، په خیټه په چره ولګیدم".

په دغه روغتون کې یو بل ټپي د نوم نه ښودل په شرط ازادي راډيو ته وویل،"شاوخوا دوه نیم سوه ملګري او انډیوالان مې شهیدان شوي دي".

محمد علي بیا روغتون په روغتون په خپل روږدي ورور پسې ګرځي.

هغه وايي،"ورور مې په امید روغتون کې بستري و، خو اوس يې له مړي او ژوندي خبر نه یم".

هغه چې د خپل ورور په لټه د کابل ایمرجنسي روغتون ته تللی ازادي راډیو ته یې وویل،"ماته زنګ ووهل شوه چې د معتادینو په روغتون کې چادونه شوې، ورور مې راسره راغلم څو خپل مریض پیدا کړو، خو متاسفانه چې تراوسه مو نه د هغه مړی پیدا کړی او نه هم ژوندی، لاهم ورپسې ګرځو".

په کابل کې یو شمیر سیمه ییزو خبریالانو ازادي راډيو ته وویل،" د سه شنبې له سهاره په زرهاوو کسان دلته د امید د درملنې روغتون مختې ته د خپلو عزیزانو د موندلو په لټه کې دي".

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د معتادنیو د درملنې پر روغتونو دوشنبې ناوخته بریدونه پاکستاني پوځ کړي دي.

د طالبانو په خبره، په دغو بریدونو کې ۶۷۰ کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کړې چې په کابل کې یې په دقیق ډول د"ترهګرو د ملاتړ تاسیسات او پوځي مرکزونه" په نښه کړي دي.

دغه بریدونو په پراخه کچه کورنۍ او نړیوال غبرګونونه راپارولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما وايي، پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه له نړیوال قانونه سرغړونه ده.

یوناما د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،" ''یوناما د هغو کسانو له کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي څرګندوي، چې په دې برید کې وژل شوي او د ټپیانو لپاره د ژر رغېدنې هیله کوي.''

د اعلامیې په ټکو، ''له نړیوال قانون سره سم ټول ښکېل اړخونه باید په شخړو کې د ناروغانو، ټپیانو، روغتیايي کارکوونکو، روغتونونو، امبولانسونو ته درناوی وکړي او د ژغورنې لپاره یې اقدامات وکړي او پر روغتونونو او ملکي تاسیساتو بریدونه په سختۍ سره ممنوع دي.''

د یوناما اعلامیه زیاتوي، د افغانستان په لر او بر کې ملکي خلک د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ بیه پرې کوي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ماموریت سره سم یوناما د فبرورۍ له ۲۶ مې د مارچ تر ۱۶مې له پېښې مخکې په افغانستان کې د ۷۶ ملکي کسانو وژل کېدل او د ۲۱۳ ملکي کسانو ټپیان کېدو پېښې ثبت کړې دي.

یوناما یو ځل بیا پر دواړو لوریو د تاوتریخوالي کمولو او ''سملاسي اوربند'' او له نړیوال قانون سره سم د ملکي خلکو خوندیتوب ته د پاملرنې غږ کړی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *