په افغانستان کې د اختر لومړۍ ورځ، خلک وایي، هڅه کوي د لمانځلو پخواني دودونه ژوندي وساتي
نن پنجشنبه، "د حوت ۲۸مه"، په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسیدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو او د کورنیو د ویشل کېدو سربېره، هم هڅه کوي چې د دودیزو دودونو او رواجونو په ساتلو سره اختر ولمانځي.