د سره صیلب نړیواله کمیټه :افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ورځنۍ ستونزه ده
د سره صیلب نړیواله کمیټه د اوبو دنړیوالې ورځې په مناسبت وايي افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ورځنۍ ستونزه ده او د اوبو کموالی په ورځني ژوند، معیشت او روغتیا تاثیر کوي.
دغه نړیواله اداره وايي اوږدمهالو ناورینونو او پخوانیو شخړو،او دغه راز وچکالیو،د نفوس چټکې ودې، د ګاونډیو هیوادونو څخه راستنیدونکو او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالي، په کلیوالي سیمو کې د اوبو دودیز سیسټمونه، لکه څاګانې او کاریزونه تر فشار لاندې راوستي.
د سره صلیب نړیواله کمیټه د اوبو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانستان د اوبو د وضعیت په اړه د بهترو معلوماتو، قوي سیسټمونو، او د روغتیا، معیشت او ثبات د ساتنې لپاره د همغږو اقداماتو په اړتیا ټینګار کوي.
په سږني ۲۰۲۶ کال کې د دې ورځې تمرکز پر «اوبو او جنسیت» دی او تردې شعار لاندې لمانځل کیږي چې «چېرته چې اوبه بهېږي، هلته برابري وده کوي.»
بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په دی وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې وروستۍ واورې او بارانونه د دې هېواد اکثرو وچکالۍ ځپلو سیمو ته خورا ګټور وو خو ځینې سیمې لاهم د ګواښ لاندې دي.
د اوبو نړیواله ورځ هر کال د مارچ په ۲۲مه د څښاک د پاکو اوبو ارزښت ته د پاملرنې او د دغو اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره لمانځل کیږي.