Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

چینايي پوځي بېړۍ او سرتېري له پاکستانیو ځواکونو سره د تمرینونو لپاره کراچۍ ته رسېدلي دي

د چین یوه پوځي بېړۍ او ګڼ سرتېري له پاکستانیو بحري ځواکونو سره د ګډو تمرینونو لپاره د کراچۍ سمندري بندر ته رسېدلي دي.د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د مارچ پر ۲۶مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې دا تمرینونه د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) د پروژو امنیت د تیاریو برخه دي.

بیان وايي، دا مشقونه به د اپرېل تر دویمې پورې روان وي. د دواړو هېوادونو پوځیانو تر دې مخکې هم د "ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې" او امنیتي مقاصدو لپاره تمرینونه کړي دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د هغو پروژو د کرارو کارونو د چټکولو لپاره یوه بله کمېټي جوړه کړې ده.

د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د مارچ پر ۲۶مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نوموړي په اسلام اباد کې د چين له سفير جيانګ زایدونګ سره تر ملاقات وروسته فیصله وکړه چې د سیپیک د کرهڼې (کرنې) او صنعتي زونونو د برخې کارونو د چټکولو لپاره د لوړپوړو چارواکو يوه کمېټه جوړه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو چارواکو پر امنيتي مسايلو هم خبرې کړې دي.

د چین - پاکستان اقتصادي لارې پروژې د ۶۴ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو په لګښت روانې دي. د دې پروژو مرکز د بلوچستان ګوادر دی خو چین د پاکستان په نورو برخو کې هم سړکونه، برېښناکوټونه، د اوبو بندونه، کرنیز او صنعتي زونونه او فرهنګي مرکزونه جوړ کړي دي.

په تېرو څو کلونو کې په بلوچستان کې د وسلوالو ډلو د بریدونو تر ډېرېدو وروسته د هغو پروژو چارې ورو شوې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په جنورۍ کې په بیجنګ کې د چین د عامه امنیت له وزیر وانګ ژانګ هونګ سره د لیدو پر مهال ویلي ول چې د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره په اسلام اباد کې یو ځانګړی مرکز جوړوي.

د کورنیو چارو وزارت د جنورۍ پر اوومه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي ول چې دواړه چارواکي د "ترهګرۍ پر ضد د ګډو هڅو" لپاره د یوې داسې کړنلارې پر جوړولو سلا شول چې پکې د دواړو هېوادونو د پولیسو روزنه هم شامله ده.

له تېرې یوې لسیزې راهیسې ګڼ چینايي وګړي د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپیک) پر پروژو د کار لپاره په پاکستان کې مېشت دي.

له هم هغه وخت راهیسې په بلوچستان، د سیند په کراچۍ او د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې پر چینایانو یوشمېر حملې شوې دي چې په غبرګون کې یې بیجنګ په بیا بیا له اسلام اباده د خپلو وګړو د خوندیتوب او ورباندې په حملو کې د ککړو کسانو د نیولو او سزا کولو غوښتنې کړې دي.

د پاکستان حکومت هم ټینګار کوي چې د چینايي پروژو او وګړو امنیت ته ژمن دی او د دې لپاره یې زرګونه ځانګړي سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *