اسلام اباد کې پر افغان کډوالو د فشار زیاتوالی، ځینې اړ شوي چې خپل کورونه پریږدي
د پاکستان په پلازمینه اسلاماباد کې یو شمېر افغان مېرمنې، چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورتر غاړې ده، وايي د پولیسو د فشارونو او د کورونو خاوندانو سره د ستونزو له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوې دي.
اسلاماباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر هم دغه سخت شرایط تاییدوي.