د طالبانو او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د کابل- اسلام اباد پر اختلافاتو خبرې وکړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر عبداله بن زاید ال-نهیان سره د افغانستان او پاکستان پر وضعیت خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د دواړو هیوادو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ د ټیلفوني مکالمې په ترڅ کې د افغانستان او امریکا پر روابطو هم خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د متقي په وینا راغلي دي چې افغانستان غواړي له پاکستان سره ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې حل کړي.
د خبرپاڼې له مخې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د هیڅ لورې په ګټه نه دی او ژمنه یې وکړه چې هیواد به یې په دې برخه کې مرسته وکړي. عبدالله بن زاید ال نهیان چې هیواد یې د مارچ په څلرویشتمه د طالبانو له زندانه د دینس کویل په نوم د یوه امریکایي په خوشي کیدو کې مرسته کړې وه، وویل د افغانستان او امریکا اړیکي مهمې دي او هیواد به یې په دې برخه کې هم خپلو همکاریو ته ادامه وکړي.