د ایران په وړاندې جګړه کې چې پنځمې اونۍ ته داخله شوې، ښکیلو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمیرې
په داسې حال کې چې د ایران په وړاندې جګړه خپلې پنځمې اوونۍ ته داخله شوې او د تهران په ګډون د دې هېواد پر ښارونو بریدونه لا هم دوام لري، په امریکا کې مېشت د بشري حقونو وېب پاڼه هرانا وايي چې تر اوسه په ایران کې ۳۴۶۱ کسان وژل شوي چې له دې ډلې ۱۵۵۱ تنه یې ملکي وګړي دي. په وژل شویو کې لږتر لږه ۲۳۶ ماشومان شامل دي.
د رویترز د راپورله مخې دې ته په پام چې په ایران کې ازاد انټرنیټ ته بشپړ لاسرسی نشته او حکومت معلومات سخت سانسوروي، هرانا خپل ارقام د ساحوي راپورونو، محلي سرچینو او روغتیایي سرچینو په مرسته چمتو کړي دي.
د جمعې په ورځ د سره صلیب نړیوالې کمیټې په ایران کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۹۰۰ تنه او د ټپیانو ۲۰ زره تنه اعلان کړل.
په مقابل کې، په اسرائیل کې چې د ایران د غچ اخیستونکو توغندیو هدف ګرځېدلی، تر اوسه د دغه هېواد د بیړنیو خدماتو د ادارې د معلوماتو له مخې ۱۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
پر دې سربیره د لبنان په جنوب کې څلور اسرایلي سرتیري وژل شوي دي.
په همدې حال کې د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې ۱۳ امریکایي سرتېرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د شنبې په ورځ راپور ورکړل شو چې ۱۲ نور امریکایي سرتېري په سعودي عربستان کې پر یوه هوايي اډه د ایران په برید کې ټپیان شوي چې د دوو تنو حالت یې نازک بلل شوی دی.