ننګرهار کې د وروښتونو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان دي
په ننګرهار ولایت کې د وروښتونو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د رسنیو دفتر نن دوشنبې په یو بیان کې ویلي،"د ننګرهار په اچين، بهسودو، شينوارو، نازيانو، مومندرې، ګوشتې، سپين غر، پچير اګام او کوټ ولسواليو کې د تېرې شپې د سختو اورښتونو له کبله دوه کسان مړه، ۱۲ تنه ټپیان او ۲۷کورونه تخریب شوي دي".
بل پلو، د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سیلابونو د راوتو له کبله د افغانستان یو شمیر مهمې ترانزیتي لارې تړل شوي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبې رسنیو ته ویلي،" د سرپل ــ بلخ او بادغیس ـــ فاریاب ولایتونو ترمنځ لوې لارې بندي دي".
خو د هغه په ټکو، د دغو لارو د خلاصیدو چارې روانې دي.
د راپورونو له مخې، په بادغیس ولایت کې د سیلابونو له کبله پنځه کسان مړه او په زرهاوو جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي.
طالب چارواکو ویلي، په تیرو څو ورځو کې په ۱۳ولایتونو کې د سیلابونو او غره ښویدنه له کبله ۱۷کسان مړه او ۲۶نور ټپیان دي.