Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په ډیرو ولایتونو کې وروستیو سیلونو او نورو طبعي پیښو خلکو ته ځاني او مالي زیانونو اړولي دي

د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي اداره وايي ، چې په تېرو څلورو ورځو کې د سختو بارانونو، سیلابونو، د غرو ښویېدنې او تندر له امله د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۲۸ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یوه ویډیو بیان کې چې دوشنبه د حمل ۱۰ مه یې د یادې ادارې پر فیسبوک خپور کړی ویلي په ټوله ۱۱۳۰ کورنۍ په سیلابونو کې زیانمنې شوي دي. «د بارانونو، سیلابونو، د غرو ښویېدنې او تندر له امله له بده مرغه ۲۸ تنه هیوادوال شهیدان شوي او ۴۹ تنه ټپیان دي، همداراز ۱۳۰ کورونه په بشپړه توګه او ۴۳۸ کورونه او ۱۰ دوکانونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.»

نوموړي وویل دا پېښې د حمل له ۶ مې تر ۱۰ مې نېټې پورې په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بامیان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، غور، بلخ، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې پېښو کې تر ۲۹۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او ۲۴۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

په همدې حال کې، د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د وروستیو سیلابونو له امله مالي او ځاني زیانونه ورسېدلي دي.

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ یو اوسېدونکي محراب‌الدین د دوشنبې په ورځ د حمل ۱۰ مه ازادي راډیو ته وویل، چې دوه وریرونه یې دوه ورځې وړاندې سیلابونو وړي وو. « دا وروستي سیلابونه ډېر مرګوني وو، زموږ په سیمه کې یې زما دوه وریرونه له امله مړه شول، یو بل کس یې له همدې کلي یوړو، یو بل کس هم اوبو راوړی وو، دلته ټول ۴ کسان په سیلابونو کې مړه شول، زما یو وراره عبدالعزیز ۲۲ کلن او بل رمضان ۱۴ کلن وو.»

که څه هم د طالبانو حکومت پیښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې بیړني اقدامات یې کړي او زیانمنو کسانو ته یې خوراکي، نغدي او غیر نغدي مرستې رسولې دي، خو یو شمېر زیانمن شوي خلک وايي چې کورونه یې ویجاړ شوي، خو تر اوسه کومه مرسته ورنه ده رسېدلې.

د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ یو اوسېدونکی میرګل، چې په وروستیو سیلابونو کې سخت زیانمن شوی ازادي راډيو ته وویل چې د دوی کور سیلابونو له منځه وړی خو تراوسه ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.

هغه وویل: «تر اوسه هېڅ مرسته نه ده رارسېدلې، موږ بې وزله خلک یو، یو د خټو کور مو لرلو هغه هم ونړیده او د کور ټول وسایل مو تر خاورو لاندې شو، اوس هڅه کوو چې وسایل راوباسو، د کور غړي مو د خپلوانو کره تللي دي او له پرون راهیسي هیڅ ډول مرسته له موږ سره نه ده شوې، ان ګاونډیانو هم مرسته نه ده کړې، موږ پنځه کورنۍ په دې یو کور کې اوسېدونکو چې څلور کورنۍ زما د وریرونو او زما د زامنو وې چې تازه له ایرانه راستانه شوي وو اوس ټول بې کوره دي.»

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې د سیلابونو وروسته د لویو او نښلونکو لارو د پاکولو او پرانیستلو چارې روانې دي، خو لا هم ځینې لارې د سیلابونو له امله تړلې دي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس دوشنبه د حمل ۱۰ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالۍ سړک د دوامداره بارانونو او راوتلو سیلابونو له امله لا هم د ترافیکو پر مخ تړلی دی او د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

یاد وزارت تر دې وړاندې له خلکو غوښتي چې په سیلاب ځپلو لارو له سفر څخه ډډه وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *