د مشال راډیو ازبکۍ څانګې داسې اسناد هم ترلاسه کړي دي چې ښيي چې الټیمو ګروپ د ګیسو له دولتي شرکت ازټرانسګاز څخه څه باندې ۶۶ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي دي او هغې کمپنۍ له ترکمنستانه شاوخوا یو ارب (مېلیارده) مکعب میټره ګیس درامد (وارد) کړی دی.
په دوکۍ کې د سکرو د کان حکومتي څارونکي محمد صدیق مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۲۴مه په کان کې د زهرجن ګيس خپرېدو له امله درې کسان وژل شوي چې پکې د افغانستان اوسېدونکي زوی او پلار هم دي.
د کاناډا د اونټاریو ايالت د سرښار ټورانټو په هايی پارک کې د چېري یا ګیلاس ډېرې ونې دي چې په پسرلي کې ګل شي او ګڼ خلک یې لېدو ته ورځي. د امریکا د سر ښار واشنګټن په څېر د ټورانټو لپاره هم د چېري ونې د جاپان حکومت د ډالۍ په توګه ورکړې دي. په ۱۹۵۹ز کال کې ټورنټو ښار ته د کر لپاره ۲،۰۰۰ ونې ور وړل شوې وې. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ شوی راپور دلته وګورئ:
د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي چې د پاکستان نیمايي ابادي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري. هغې ادارې په تازه رپورټ کې ویلي دي چې د پاکستان د څه باندې ۸۰ فیصده ښځو موبایل یا ګرځنده ټېلېفونونه د سړیو په کنټرول کې دي. د پاکستان د پلانونو او پرمختیايي چارو وزیر احسن اقبال د اپرېل پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د بشپړ رپورټ خپرېدو غونډې ته ورغلی وو. دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې خلک اوس هم انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون شبکه نه لري. نور په دې رپورټ کې.