ټرمپ وایي د ایران نوی مشرتابه غواړي خبرې وکړي او ده هم ورسره منلې ده
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران نوی مشرتابه غواړي خبرې وکړي او ده هم ورسره موافقه کړې ده. ټرمپ د یکشنبې په ورځ له اتلانتیک مجلې سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل: "هغوی غواړي خبرې وکړي او ما هم منلې چې خبرې به وکړم، نو زه به ورسره خبرې وکړم. هغوی باید دا کار ډېر مخکې کړی وای. هغوی باید هغه څه چې ډېر عملي او اسانه وو، مخکې وړاندې کړي وای. هغوی ډېر زیات انتظار وکړ." په همدې حال کې د عمان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوی د بهرنیو چارو... Читать дальше...