په ترکمنستان کې د الکولي مشروباتو خرڅلاو محدود کېږي
په ترکمنستان کې هغه نوى قانون نافذ شو چې پر اساسیې د الکولي مشروباتو خرڅلاو محدود کېږي.
د دغه قانون پر اساس له پرون سې شنبې «د جنورۍ له لومړۍ» په رېلګاډو، الوتکو، کښتيو او ورزشي مرکزونو کې الکول منع شوى دى.
ترکمنستان، د اقتدار غوښتونکي ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف لهخوا اداره کېږي.
محمدوف، د خپل هېواد وګړي هڅولي چې سپورټ ته مخه کړي.
د ترکمنستان ولسمشر ويلي چې خپل هېواد به تر ٢٠٢٥ میلادي کاله پورې له تنباکو پاک اعلان کړي.
د ترکمنستان د وګړو شمېر ٥ میليونه او ٦ لکو ته رسېږي چې اکثريتيې مسلمانان دي.