د غور ولایتي شورا: په لویدیځو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل شوي
![د غور ولایتي شورا: په لویدیځو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل شوي](https://gdb.rferl.org/C64A049C-2C9A-4851-A437-DAA204153F47_w800_h450.png)
د غور ولایتي شورا وایي، د دغه ولایت په لویدیځو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل شوي دي.
د دغې شورا مرستیال عبدالرحمن عطشیان ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات نن سهار پیل شوي دي او دا مهال د ده په خبره په اشترخان او امروتک سیمو کې جګړه روانه ده.
بلخوا د غور ولایتي روغتون وایي، د ملي پولیسو درې ټپیان دغه روغتون ته وړل شوي دي.
ډاکټران د دغو ټپیانو روغتیایي وضعیت د قناعت وړ بولي.
امنیتي چارواکو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.