د کابل له ښاره پنځه سوه معتادین را ټول شول
د کابل له ښاره پنځه سوه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته انتقال شول.
د ابن سینا روغتيايي مرکز رئیس زلمي نورزي ازادي راډیو ته وویل، د معتادینو د را ټولولو د کمپاین په ترڅ کې تېره دوشنبه د سرای شمالي له غونډۍ پنځه سوه معتادین را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته انتقال شول.
ده وویل:
"پنځه سوه معتادين مو را ټول او د معتادینو د درملنې مرکزونو ته مو انتقال کړل، له دې جملې مو (۳۵۰) کسان د ابن سینا زر بستریز روغتون ته ولېږل، په دې روغتون کې دا مهال د (۸۷۰) کسانو درملنه کېږي."
د عامې روغتیا وزارت دا مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د معتادینو د درملنې (۱۱۰) مرکزونه لري چې د ماشومانو او ښځو په ګډون د زرګونو کسانو درملنه کوي.