په خېبر پښتونخوا کې ګلالۍ اسماعیل خوشې شوه
![په خېبر پښتونخوا کې ګلالۍ اسماعیل خوشې شوه](https://gdb.rferl.org/B79B071E-D664-44D9-B1F8-557FA694EF1A_w800_h450.jpg)
په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مدافع او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې، ګلالۍ اسماعیل خوشې شوه.
ګلالۍ اسماعیل د فبرورۍ په ۵مه، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي، ارمان لوڼي د وژل کېدو پر ضد په اسلاماباد کې په سولهیيزه مظاهره کې له ډېرو نورو کسانو سره ونیول شوه.
د هغې خور ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان پولیسو د هغې په اړه د دقیقو معلوماتو له ورکولو ډډه کوله، په ناڅرګند ځای کې یې ساتلې وه او حتی د هغې وکیل ته د ملاقات اجازه نهوه ورکړل شوې.
خو د ګلالۍ اسماعیل خور نن پر ټویټر لیکلي چې هغه خوشې شوې او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوې ده.
ګلالۍ اسماعیل په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو د ملاتړ د یوې ادارې مشري کوله او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې په اروپا کې د انا پولیتکوفسکایا جایزه هم ګټلې وه.