اسرائیلي چارواکي: تلابیب کې یوه راکټي برید ۷ کسان ټپيان کړي
![اسرائیلي چارواکي: تلابیب کې یوه راکټي برید ۷ کسان ټپيان کړي](https://gdb.rferl.org/56DFFC55-590A-45C7-906A-EE995A3C0DFD_w800_h450.jpg)
اسرائیلي چارواکي وايي چې نن سهار د دوی په تجارتي پایتخت تلابیب کې یوه راکټي برید اووه کسان ټپيان کړي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې راکټ له غزې توغول شوی و او په شارون سیمه کې په یوه هستوګن کور لګېدلی.
رسنیو د اسرائیلي چارواکو په حواله ویلي چې په پېښه کې د یوه ۵۹ کلن سړي او یوې ۳۰ کلنې ښځې وضعیت نازک دی.
چا تر اوسه د دې برید مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
معلومه نهده چې دا برید په تېروتنې شوی که په غزه تړانګه کې ملېشه ډلو کړی دی.