د افغانستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ سوه بندیان ازادېږي
![د افغانستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ سوه بندیان ازادېږي](https://gdb.rferl.org/44DB136C-32C3-48E0-BB6A-F449D2FFE62C_cx59_cy13_cw41_w800_h450.jpg)
د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ سوه بندیان ازادېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت پيغام کې وویل چې دغه پرېکړه د ولس د غوښتنې او اختر په مناسبت شوې ده: "د افغانستان ولس دې خبر وي چې ۸۸۷ بندیان د اختر په احترام او د ولس د غوښتنې پر بنسټ له زندانه خلاصېږي."
ولسمشر دا شان وویل چې تېره شپه یې روژه ماتی په څرخي زندان کې له بندیانو سره کړې او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي دي.