د بښنې سازمان او د بشري حقونو ۲۰ ډلې: بې درکه شوې افغان مېرمنې دې ژر خوشې شي
د بشري حقونو د څار ډلې، د بښنې نړیوال سازمان او ۲۰ نورو نړیوالو موسسو د هغو ښځو د فوري خلاصون غوښتنه وکړه چې په وروستیو کې په افغانستان کې بې درکه شوي دي. د دغو موسسو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې له ښځو سره توپیر او بد سلوک کېږي. دوی طالبان په افغانستان کې د مېرمنو د فعالیتونو په لاره کې د پر له پسې خنډ پېښولو مسوول بللي دي. تراوسه پورې په افغانستان کې د ۵ بې درکه شوېو ښځو د برخلیک هېڅ څرک نه دی لګېدلی. پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني د جدي په ۲۹مه او زهرا محمدي او مرسل عیار تېره اوونۍ بې درکه شوي دي. Читать дальше...