سوري پوځ د اسرائیل او لبنان پولې ته نېږدې ځینې سیمې نیولي
د سوريې حکومتي ځواکونو له اسرائیل او لبنان سره پولې ته نېږدې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سیمې ونیولې.
بریتانيا مېشتې د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې د دوشنبې په ورځ وويل چې حکومتي ځواکونو د بيت جين ښار او شا او خوا سیمې تر پراخو عملیاتو وروسته محاصره کړې.
د دې ادارې په وینا، له ادلیب ولايته د مخالفو جنګيالیو د تخليې په اړه مذاکرات پيل شوي وو.
د سوريې ځواکونه او ائتلافي ډلې يې له سلګونو سني جنګيالیو او خپلواک سوري ځواک په نوم ياغيانو سره جګړه کوي.
د حکومت مخالفينو خپلواک سوري ځواک او متحدو ډلو يې د قوت الجبل الشيخ په نوم ائتلاف جوړ کړی دی.