۶ هېوادونه د "م.م" د امنیت شورا سره د غړیو په توګه یوځای شول
هالنډ، پولنډ، کویټ، پیرو، عاج ساحل او ګیني هغه هېوادونه دي چې تازه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غړي شول.
د دې هېوادونو هر یو یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۱۹۳ غړیو لهخوا د دوو کلونو لپاره د امنیت شورا غړیتوب ته انتخاب شوي دي. یوازې هالنډ خپل نیمايي غړیتوب له ایټالیا سره ویشي.
په ملي امنیت شورا کې د پنځو دایمي غړیو سربېره د نورو هېوادونو لپاره غړیتوب په دې سازمان کې په نړیوالو مسئلو کې د رسا غږ لرلو په معنی دی.
د قزاقستان استازي غیرت عمروف چې د جنورۍ په لومړی نېټه یې د ملګرو ملتونو د ملي امنیت د شورا دوره يې مشرتوب پر غاړه واخېست، نویو غړیو ته د هرکلي په ترڅ کې وویل:
"سولې او امنیت ته رسېدل یو سخت کار دی."
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې په دې کې امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا دایمي غړي دي او د ویټو حق لري.