نیکي هېلي په ایران کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو زړورتیا ستایلې
نوموړې پرونسې شنبه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د ایراني چارواکو هغه ادعا رد کړه چې وايي، وروستي تظاهرات د ایران د دښمنانو لهخوا طرحه شوي او له بهره رهبري کېږي.
نيکي هيلي وویل:
"دا ډېره مېړانه غواړي چې ایرانیان د خپل غږ له ځواکه د حکومت پر ضد کار اخلي، هغه هم په داسې حال کې چې حکومت یې د خپلو خلکو د وژنې اوږد تاریخ لري، خلک یې د حقیقت لپاره غږ پورته کوي. موږ د ایران د خلکو دا لوی شجاعت ستایو."
دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنه اي د سې شنبې په ورځ د تهران دښمنان په ایران کې د حکومت پر ضد په مظاهرو تورن کړل.
وروستي اعتراضونه په ایران کې د ۲۰۰۹ میلادي کال را وروسته د حکومت پر ضد تر ټولو لویه اعتراضونه دي چې تر اوسه پورې په کې تر ۲۲ کسانو زیات وژل شوي دي.