'پر اعلا وزیر چې باور نه کوي، پرضد به یې کاروايي کېږي'
په بلوچستان اسمبلۍ کې د ځینو حکومتي او مخالفو غړیو له لوري درې ورځې مخکې پر صوبايي اعلا وزیر نواب ثناء الله زېري د باور نه کولو تحریک (تحریک عدم اعتماد) راوړلو پس په مرکزي ښار کوټه کې سیاسي هلې ځلې زیاتې شوې دي.