رحیمي: د کندهار له امنيه قوماندان سره به قانوني چلند وشي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د کندهار له امنيه قوماندان سره به قانوني چلند وشي.
جنرال عبدالرازق د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې دى د اوسني حکومت له خوا نه دى ټاکل شوى او نه يې دغه حکومت لېرې کولاى شي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي نن جمعه يوه کنفرانس ته وويل:
"د جنرال رازق په اړه به هم د هغه د وروستيو څرګندونو له کبله د قانون په چوکاټ کې جدي او قانوني چلند کېږي."
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، په بلخ ولايت کې هم د کورنيو چارو وزارت دوو منسوبينو ته د هغوى د ورته څرګندونو له کبله وظيفوي جزا ورکړل شوې وه.
خو تر دې مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان پر اساس ویل شوي وو چې پوځي او امنيتي منسوبین په سیاسي غونډو او سیاسي مسایلو کې د مداخلې حق نهلري.