سرچینه: ارزګان کې تېره شپه ۹ افغان سرتېري وژل شوي
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوې ځايي امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، تېره شپه پر ترینکوټ د هاوان د مرمۍ د لګېدو له کبله ۹ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
دغې ځايي امنیتي سرچینې نن دوشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه افغان پوځیانو پر وسله والو طالبانو توپچي بریدونه کول چې د توپ دغه مرمۍ په خطایي کې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړونده د کفترخانې نومې په سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته لګېدلې چې پرمهال یې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او۱۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه سرچینه زیاتوي، په همدې شپه وسله والو طالبانو په دغه سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو هم ډله ییز بریدونه کړي چې پرمهالی یې ۵ افغان سرتېري هم وژل شوي او۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د ارزګان ولایت امنیتي مسؤلین بیا په ښکاره ډول، یوشمېر په دې اړه نا خبري او یوشمېر نور یې له څه ویلو ډډه کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دي وړاندې یې ویلي وو چې دغلته د افغان پوځ روان عملیات یې په شاه ورتمبولي او ادعا يې کړې وه چې ګڼ شمېر افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.