د فراه او میدان وردګو پولیسو ۱۵۰کیلو ګرامه نشهيي مواد نیولي
په دوو بېلابېلو پېښو کې د فراه او میدان وردګو ولایتونو پولیسو څه باندې ۱۵۰ کیلو ګرامه نشهيي مواد نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې د میدان وردګو ولایت پولیسو د دوشنبې په ورځ په نرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۵ کیلو ګرامه چرس ونیول او په تور یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
په یو بل اقدام کې د فراه پولیسو هم په قلعهکاشف ولسوالۍ ۱۱ کیلو ګرامه تاریاک چې د قاچاق لپاره چمتو شوي وو، نیولي دي.