روسیې د اوکراین په کریمیا سیمه کې یوه نوې قطعه ځای پرځای کړه
روسیې د اوکراین په کریمیا سیمه کې یوه نوې قطعه چې په «اېس ۴۰۰» ډوله پرمختللي هوایي دفاعي سيسټم سمبال ده، ځای پرځای کړې ده.
د روسیې دولتي رسنیو نن شنبه راپور ورکړی چې مسکو دغه نوې قطعه له سواستوپول ښاره بهر ځای پرځای کړې ده.
دا هغه ځای دی چې په توره بحیره کې د روسیې سمندري ځواکونه پکې دېره دي.
دا دوهم په «اېس ۴۰۰» سیستم سمباله قطعه ده چې په کریمیا کې ځای پرځای شوې ده.
دغه سیسټم د دې وړتیا لري چې الوتونکي اهداف تر څلور سوه کیلو متره او بالستیک توغندي تر ۶۰ کیلومتره واټن پورې وولي.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا سیمه الحاق کړه چې ورسره د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولني او نورو هېوادونو پر مسکو اقتصادي بندیزونه ولګول.