خوست: د منګلو او مقبلو تربګني پای ته ورسېده
![خوست: د منګلو او مقبلو تربګني پای ته ورسېده](https://gdb.rferl.org/9C956F80-C2A0-41BD-94AF-40ADE68C25B5_w800_h450.jpg)
د دوشنبې په ورځ په خوست کې د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ د بازي غر او سنځلی دښتې پر سر د لسیزو قومي لانجه چې د ګڼو مالي زیانونو تر څنګ د دواړو خواوو خواوشا ۶۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله رسیدلې وه، د سویل ختیز زون د مشرانو په منځګړیتوب حل او پرېکړه يې ابلاغ شوه.