قزاقستان: یوې هالنډۍ محکمې د قزاقستان د شتمنۍ کنګل لیرې کړ
د قزاقستان حکومت وایي، یوې هالنډۍ محکمې د قزاقستان د ۲۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د شتمنۍ کنګل لیرې کړ.
د قزاقستان د عدلیې وزارت ویلي چې دغه هېواد هڅه کوي چې د بلجیم یوه محکمه هم خپل هغه حکم لغوه کړي چې د قزاقستان د شتمنۍ د کنګل په اړهیې کړی دی.
دغه شتمنۍ د تېر کال په اکټوبر کې د اناتولي ستاتي په نوم یوه مولداوي سوداګر تر قضایي دعوې وروسته کنګل شوې.
نوموړي د ۵۰۰ میليونه ډالرو د ملکیت په تړاو د قزاقستان د حکومت پر ضد دعوه کړې وه.
ښاغلی ستاتي او زوی یې ګابرییل له دوو نورو شرکتونو سره چې د دوی د کورنۍ لهخوا اداره کېږي، له کلونو راهیسې د قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربایف له حکومت سره قضایي دعوې لري.
ښاغلي ستاتي چې د قزاقستان د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه کړې، ادعا کوي چې د دغه هېواد د حکومت لهخوا سخت ځورول کېږي او دې ته مجبور کړای شوی چې خپلې پانګونې په ډېره ارزانه بیه وپلوري.