د پاریس د خونړیو حملو په تړاو مشکو نیول شوی کس محکمې ته حاضرېږي
د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی، نن دوشنبه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضرېږي.
په پاریس کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نومبر په۱۳مه د کنسرټونو پر یوه لوی صالون، د فرانسې پر ملي لوبغالي، رسټورانټونو اوکلبونو وسله والو حملو ۱۳۰ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.
د حملو مسؤلیت داعش اخیستی و.
دا اول وار دی چې په پاریس کې د حملو په تړاو د مشکوکو کسانو علني محاکمه پېلېږي.
صلاح عبدالسلام ۲۸ کلن، په اصل کېد مراکش او د بلجیم په غریب مېشته سیمه مولمبیک کې سترشوی دی.
د فرانسې پولیسو د هغه د نیولو لپاره څلور میاشتې عملیات وکړل.
څارنوالان وايي چې عبدالسلام له هغو کړیو سره چې په پاریس او تر هغه وروسته یې په بلجیم کې خونړۍ حملې وکړې، تړاو لري.