د ایران د ولسمشر دفتر ته یو ننوتونکی سړی له چړې سره ونیول شو
د ایران د جمهوري ریاست د دفتر ساتونکو نن دوشنبه پر یوه سړي چې لویه چاړه ورسره وه او هڅهیې کوله چې د ولسمشر دفتر ته ننوځي، ډزې وکړې.
امنیتي ځواکونو هغه په پښه ویشتی دی.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د جمهوري ریاست د امنیت د مرستیال په حواله ویلي چې ویشتل شوی سړی ۳۵ کلن دی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د هغه هدف لا نهدی څرګند او د روغتیايي وضعیت په اړهیې نور جزئیات نهدي څرګند شوي.
دا هم نهده معلومه چې د پېښې پر وخت د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د خپل کار په دفتر کې و که نه.
د یو شمېر ایراني رسنیو په حواله، له حمله کوونکي سره یوه لویه چاړه یا توره وه او سپینه عبا یې غالباً د ځان قربانولو ته د تیاري څرګندولو د سمبول په توګه اغوستې وه.