د امریکا یو لوړ رتبه چارواکی قرغزستان ته تللی
د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هنري اینشر نن دوشنبه قرغزستان ته ولاړ.
په بشکېک کې د امریکا سفارت ویلي، نوموړی پرون او وړمه ورځ په تاجکستان کې و.
د قرغزستان چارواکي وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال به نن د قرغزستان د پارلمان له غړو او لوړ رتبه چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر نوې موافقه خبرې وکړي.
قرغزستان درې کاله مخکې له واشنګټن سره د همکارۍ هغه تړون چې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې لاسلیک شوی و، لغوه کړ.