د پاریس د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی مشکوک محکمې ته هېڅ نهوایي
د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو محاکمې ته حاضر شو، د محکمې په خونه کې پټه خوله پاتې شوی دی.
صلاح نن په بلجیم کې محاکمه کېږي.
هغه د څارنوالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه.
صلاح د محکمې قاضي ته وویل چې د هېڅ پوښتنې ځواب نهورکوي او زیاتهیې کړه چې "خاموشي ما مجرم یا جنایت کار" نهشي ثابتولائ.
پخواني معلومات
د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی، نن دوشنبه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضرېږي.
په پاریس کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نومبر په ۱۳مه د کنسرټونو پر یوه لوی صالون، د فرانسې پر ملي لوبغالي، رسټورانټونو او کلبونو وسلهوالو حملو ۱۳۰ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل.
د حملو مسؤلیت داعش اخیستی و.
دا اول وار دی چې په پاریس کې د حملو په تړاو د مشکوکو کسانو علني محاکمه پیلېږي.
صلاح عبدالسلام ۲۸ کلن، په اصل کې د مراکش او د بلجیم په غریب مېشته سیمه مولمبیک کې ستر شوی دی.
د فرانسې پولیسو د هغه د نیولو لپاره څلور میاشتې عملیات وکړل.
څارنوالان وايي چې عبدالسلام له هغو کړیو سره چې په پاریس او تر هغه وروستهیې په بلجیم کې خونړۍ حملې وکړې، تړاو لري.